د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې د دغه شرکت اجراییوي رییس، او مسوولینو له ایراني پانګوالو سره کتلي دي. په دغه کتنه کې اجراییوي رییس یادونه کړې چې برېښنا شرکت ټولو بهرنیو او کورنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه او فرصت برابروي او د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي. اخوا ایراني پانګوالو بیا په کور دننه د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د برېښنا شرکت د همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.