له څه باندې یوې میاشتې راهیسې چې، د تورخم بندر د سوداګریزو توکو پر مخ تړلی شوی، سوداګرو او بزګرو ته مېلیونه ډالره زیان اړولی دی. د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ ګډه خونه وايي چې، په روان لمریز کال کې د افغانستان او پاکستان راکړه ورکړه نږدې ۶۰ سلنه کمه شوې ده. افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې، د صادراتو او وارداتو توازن یې یو شان نهدی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې هر کال له نورو هېوادونو نږدې لس مېلیارده ډالره راکړه ورکړه لري چې، له دې منځه نږدې دوه مېلیارده ډالر یې صادرات تشکیلوي. د صادراتو له دې منځه شاوخوا یو مېلیارد ډالر صادرات پاکستان ته کېږي؛ خو هر وخت د ګډو بندرونو تړل کېدل او د ګمرکي تعرفې لوړوالی له پاکستان سره د سوداګرۍ د کموالي لامل کېږي. بل لور ته ځينې سوداګر وایي چې، د پاکستان له لارې ټرانزیټ هم کم شوی او اړتیا ده له پاکستان سره د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره دوه اړخیزې هوکړې وشي.