د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس، د جاپان له سفیر سره په کتنه کې ویلي چې، نړۍ باید د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې موضوع ته سیاسي لید ونهلري او د اقلیمي بدلونونو په سږني کنفرانس کې، د سرپرست حکومت د استازو حضور ته دې زمینه برابره شي. نوموړي زیاته کړې چې، د اقلیمي بدلون موضوع ته باید د یوې «بشري ستونزې» په توګه وکتل شي. تاکایوشي کورومایا له افغانستان سره د کرنې په برخه کې، د جاپان د همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، هڅه کوي چې، د اقلیمي بدلونونو په سږني کنفرانس کې چې، ټاکل شوې په اذربایجان کې جوړ شي، د افغانستان د استازو د حضور زمینه برابره کړي.