د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته یاد ریاست دوه زره متشبثو ښځو ته د کار جوازونه ویشلي دي، چې دمګړۍ دغه مېرمنې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر فعالیتونو بوختې دي. بل لور ته په دغه ولایت کې د متشبثو ښځو استازې وايي، چې په دغه ولایت کې ښځې په بېلابېلو برخو کې د لویو او کوچنیو کاروبارونو په ترسره کولو سره پر فعالیت بوختې دي. له دې سره هم مهال یو شمېر ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستې هم پرغاړه لري او دمګړۍ پر کار بوختې دي، له سرپرست حکومته غواړي، چې ښځو ته د کار زمینې د برابرېدو برخه کې لا ډېره هڅه وکړي. د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست یو ځل بیا ټینګار کوي، چې د بغلان د ټولو اوسېدونکو حقونه خوندي دي او سېمه ییز مسوولین هڅه کوي، چې په دغه ولایت کې ښځو ته د کار لا ډېره زمینه برابره کړي.