د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ویلي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې ورو توپ اچوونکی مجیب ځدراڼ ټپي دی. سادات ویلي د ځدراڼ د ښي لاس ګوتو تر منځ انساج تخریب شوي چې له امله یې نوموړی نه شي کولی توپ اچونه ترسره کړي. د کرکټ بورډ ویاند ویلي، ځدراڼ په متحده عربي اماراتو او انګلستان کې له څو ځلې درملنې وروسته دا ځل د لاښه درملنې په موخه نن هندوستان ته ولېږل شو. دغه راز د ملي لوبډلې ځوان توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ د پښې عملیات په بریاليتوب سره پای ته رسېدلي خو ډاکټرانو ویلي، چې نوموړی څه باندې دوه میاشتې استراحت ته اړتیا لري. ځدراڼ د نیوزیلینډ پر وړاندې ټېسټ سیالیو ته د چمتووالي پر مهال چپه پښه د ښنګري په برخه کې اوښتې وه.