د کندهار د اطلاعات او کلتور رییس وايي، د احمدشاه بابا د کور رغنیزې چارې د تاریخي ابدو د سبک سره سمې ترسره کېږي او ډېر ژر به یې رغنیز کارونه بشپړ شي. د اطلات او کلتور رییس انعام الله سمنګاني د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې د سدوزو په سیمه کې د افغانستان د بنسټګر احمدشاه بابا د کور د رغنیزو چارو د لیدنې پر مهال ویلي، چې د یاد کور د بیارغونې چارې اتیا سلنه بشپړې شوې دي. د احمدشاه بابا کور د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې په سدوزو سیمه کې دی، چې درې سوه کلن تاریخ لري او په بخارایي بڼه جوړ شوی دی.