ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو د بازار موندنې په موخه درې ورځنی نړۍ وال نندارتون پرانیستل شو. د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو د معلوماتو لمخې، په دغه نندارتون کې په ١٣٢ غرفو کې کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي، چې ٣٢ یې د هېواد د نورو ولایتونو اړوند دي. پانګهوالو او صنعتګرو د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره دا ډول نندارتونونه مهم یادوي او د لا دوام غوښتنه یې کوي.