د پنجشېرد کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو نن د دغه ولایت له کانونو څخه د تازه استخراج شویو زمردو د پلور خبرورکړی دی. د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رييس محمد قاسم اميري ویلي، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۲ زره ۶۳۸ قيراطه زمرد د ۷۴ زره ۷۵۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. امیري زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم د داوطلبۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.