په کابل کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د ۳۰ جوړو «نجونو او هلکانو» د ډلهییز واده مراسم ترسره شول. د سید احمد سېلاب خیریه بنسټ مسوولین وايي، دغه مراسم یې د ناوړه دودونو د مخنيوي او په کم لګښت د واده مراسمو دودولو په موخه جوړ کړي وو. د سېلاب خيريه بنسټ مسوولانو زیاته کړې، چې هرې جوړې ته ۱۵۸ قلمه د کور توکي هم د جهزیې په توګه ورکړل شول. یو شمېر هغه ځوانان چې د واده مراسم یې ترسره شول وايي، له څو کلونو راهیسې یې د لوړ ولور له امله د واده لګښتونو برابرولو توان نهدرلود، خو په وینا یې، خوښ دي چې د دې ډلهییز واده برخه شول.