د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر له سرپرست رييس او د یوناما مرستیال اندریکا راټواټه سره کتلي دي. د یادې ادارې رییس په دې کتنه کې ویلي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه زیات اغېزمن شوی، په هېواد کې غیر موسمي بارانونه، طبیعي پیښي او خطرناکه سېلابونه یې له عمده لاملونو څخه ګڼل کیږي. ورتهمهال اندریکا راټواټه ویلي، چې د چاپېریالي او اقلیمي بدلون اړوند مسایلو په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوو. نوموړي زیاته کړې، چې نړیوالو چاپېریالي غونډو اوکنفرانسونو کې د افغانستان استازو ته د ګډون زمینه برابرو. راټواټه دغه راز ویلي، چې هڅه کوي نړیوال قانع کړي ترڅو افغانستان کې ځنډېدلې پروژې بیا پیل کړي.