د پروان ولایتي مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې ۵۰۰ کسان په یوې ناپېژاندې ساري ناروغۍ اخته دي. د پروان د والي ویاند حکمت الله شمیم په وینا، له څلورو ورځو راهیسې د پروان د شینوارو ولسوالۍ د دره کفشان تر ۵۰۰ زیات اوسېدونکي په یوې ناپېژاندې ساري ناروغۍ اخته شوي او شمېر یې مخ په زیاتېدو دی. د راپورونو لمخې تر اوسه د دغې ناپېژاندې ناروغۍ له امله دوه تنه مړه او د ۵۰ نورو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. د پروان د والي وياند د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست له قوله وايي، په دې ناروغۍ اخته کسان د بدن له کمزورتيا، په لاسونو او پښو کې له سخت درد، شدید اسهال او تبې شکایت کوي.