د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ماشومان د ملاتړ وجهي صندوق یا یونیسف له مشر ډاکټر تاج الدین اویلا او مل پلاوي سره کتلي دي. په دې لېدنه کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر د هېواد ټولو وګړو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو د ټينګار سربېره د روغتیايي مرکزونو د ښه تمویل او تجهیز اړوند لازمې سپارښتنې کړې او روغتیايي مرکزونو کې یې د درملو د کمښت، د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو پر مساوات او اعتدال، د یو شمېر ولایتونو د روغتیايي خدماتو پر ښه والي او د تطبیق کوونکو موسسو له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو د معیار پر ارزونې خبرې کړې دي. ورته مهال د یونیسف سازمان مسوولینو د وړاندې کېدونکو خدماتو او شته ستونزو د حل برخه کې د ترسره شویو کارونو په اړه معلومات شریک کړي او ژمنه یې کړې ده، چې د روغتیايي خدماتو د لا ښه والي لپاره به د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه کار کوي.