د غزني ولایت په مرکز کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پارک او یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې دي. د یاد ولایت ښاروال محمد نبي حمزه ویلي چې د دغه ولایت په مرکز دریم پلان سیمه کې د یونپس موسسې په مالي ملاتړ د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه تفریحي پارک او د علي لالا په سیمه کې د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې دي. حمزه زیاته کړه یاد پارک په ۱۱ زره ۷۷۳ متره مربع ځمکه کې جوړېږي. هغه دغه راز ویلي چې په علي لالا سیمه کې جوړېدونکی استنادي دېوال ۶۳۶ متره اوږدوالی ۲.۵ متره لوړوالی او یو متر سور لري، چې چارې به یې په ۲ میاشتو کې بشپړې شي. د یادو پروژ په پلي کېدو سره د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.