د فراه د اقتصاد ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې په تېرو ۶ میاشتو کې د څه باندې ۲۸ میلیونه ډالرو په لګښت د ۵۶ بېلابېلو ټولګټو پروژو د پلي کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د اقتصاد رییس جمال الدین جلالي ویلي، چې په دغه ولایت کې په تېرو ۶ شپږو میاشتو کې د ۲۸ ميليونه ۳۰۸ زره ۲۶۲ ډالرو په لګښت ۵۶ ټولګټې پروژې پلې شوې دي. هغه زیاته کړې چې په دې پروژو کې ۱۱ زره ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.