په کندهار ولایت کې له اړمنو سره د مرستې کولو جوړې شوې ادارې په دغه ولایت کې له ۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي پیسو مرسته کړې ده. دغې ادارې په یاد ولایت کې تر دوه زره زیات کونډې، یتیمان، ثبت کړي او د یوې ځانګړي پروسې له لاري ورسره هره میاشت د نغدي پيسو او خوراکي توکو مرسته کوي. د یادي ادارې مشر حاجي کامل وايي، د کندهار ښار له ټولو سیمو یې سوال کوونکي ښځینه او نارینه راټول کړي او ټول یې بایمیټریک کړي او ورسره هره میاشت د نغدي پيسو او خوراکي توکو مرسته کوي، د یادو مرستو په لړ کې یې پرون له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د نغدي پيسو، دوه پاړسله اوړو او غوړیو مرسته وکړه. نوموړي ټینګار کړی، چې ددې ادارې له لوري به له یادو کورنیو سره پهراتلونکي کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.