د سمنګانو ولایت د اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله د غنمونو حاصلات ۶۰ سلنه زیات شوي دي. د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږکال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پرڅه باندې ۲۱۲ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې له امله یې په تخمیني توګه ۱۰۸ زره ۶۰۰ ټنه غنم لاسته راغلي خو تېرکال له دغه ځمکې ۳۳ زره ۲۳۶ متریک ټنه غنم ترلاسه شوي وو، دغه شمېر د تېرکال په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د مسوولینو په خبره د غنمو حاصلاتو د ډېروالي اساسي لاملونه د اصلاح شویو تخمونو او د کیمیاوي سرو د وېش، کروندګرو ته د کرنې په برخه کې عامه پوهاوی، د اورښتونو او اوبو د کچې لوړوالی ښودلی دی.