د جوزجان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په آقچې ولسوالۍ کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د آقچې ولسوالۍ په اریغ او لمیه کلي کې د یونیسف په مالي ملاتړ دغه ښوونځی پر ۳ جریبه جوړېږي. دغه ښوونځی به ۶ درسي او ۲ اداري خونې ولري، چې په جوړېدو سره به یې ۴۵۰ زده کوونکي په امنه فضا کې زده کړې وکړي. د یادولو وړ ده، چې د سرپرست حکومت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې د رغولو او بیا رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.