د فراه ولایت ځايي چارواکو د یاد ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د نږدې ۲ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۰ کیلومتره سړک د رغولو چارو د بشپړېدو خبرورکړی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دغه ولایت کې د پرچمن ولسوالۍ د دهنوت ناوې له کره کوتل څخه تر بنها پورې د ۳۰ کیلو متره سړک د رغولو چارې د خلکو په شخصي لګښت د یو میلیون ۸۱۷ زره افغانیو بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یادونې وړ ده چې پرچمن ولسوالۍ د فراه له هغو ولسوالیو څخه ده، چې ټولې لارې یې ویجاړې او خلک یې له سختو ستونزو سره مخ دي.