د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ځينو سیمو کې د اوبو کچې د لوړېدو او په ۸ ولایتونو کې د سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی. د یادې ادارې د اټکل له مخې د کابل په سیندیزه حوزه کې د اوبو دکچې لوړېدو او په بدخشان، پنجشیر، کونړ، لغمان، لوګر، میدان وردګ، پکتیا او خوست کې د سیلابونو راوتلو اټکل شوی دی. د دغو سیلابونو راوتل د روانې تلې میاشتې له ۶مې تر ۸مې اټکل شوي دي.