د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ویلي، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه په امر به په هېواد کې په څلورو لویو بندونو کار پيل شي. سرپرست وزیر ویلي، د برېښنا دا بندونه په تخار، هرات، غزني او بغلان ولایتونو کې جوړیږي چې نږدې راتلونکې به یې عملي چارې پیل شي. نوموړي دا څرګندونې پرون د زابل د تورې بند د پرانېستې مراسمو کې وکړې. تورې ـ برېښنا بند د ۱۰۰ کېلو واټه برېښنا د تولید سربیره د ۵ زره هکتار ځمکې د خړوب وړتیا لري. د دغه وزارت سرپرست په عین حال کې وویل، دمګړۍ په هېواد کې د ۶۰۰ مېګاواټه برېښنا پر تولید کار روان دی. د اوبو انرژۍ وزیر د هېواد د اوبو مدیریت د حکومت له لومړیتوبونو څخه بللی او ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت د هېواد د اوبو د مدیریت په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړې دي.