د ایران، چین او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان دفاع وزیر د ملګرو ملتونو ۷۹مې سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه څلور اړخیزه ناسته کې د افغانستان د وروستي وضعیت، افغانستان کې د امریکا او ناټو د حضور پایلو، ایران کې د افغان کډوالو، افغانستان سره د نړۍوالو مرستو او د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې شوې دي. خبرپاڼه کې راغلي، دغه ناسته چې د ایران په غوښتنه او مشرۍ ترسره شوې، د یوې ۱۹ ماده ییزې اعلامیې په صادرولو سره پایته رسېدلې ده.