د وسله والو په لیکو کې له ماشومانو ګټه اخیستل د جدي اندېښنې وړ مسئله ده. د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون غړي وایي د افغان پوځ په لیکو کې د ماشومانو کارونه صفر ته راښکته شوې ده خو طالبان لا هم په خپلو لیکو کې ماشومان ګوماري او له دوی ګټه اخلي. د پکتیا د بشري حقونو د ولایتي دفتر رییس نور احمد شهیم وایي، دوی دقیق ارقام نه لري خو د هغو سیمو خلکو معلومات ورکړي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي. دده په خبره د معلوماتو له مخې طالبان لا هم په خپلو لیکو کې د کم عمر کسان ګوماري او د جګړو لیکو ته یې استوي. دده په خبره د ملکي خلکو د خوندیتوب او دغه راز بشري حقونو ته د درناوي لپاره باید طالبان په خپلو لیکو کې د ماشومانو او کم عمره ځوانانو له ګومارنې او کارونې ډډه وکړي.