ځینې کروندګر چې، له بېلابېلو ولایتونو یې خپل کرنیز محصولات د خرڅلاو لپاره کابل ته راوړي، د مناسب بازار له نشتوالي شکایت لري. دوی وايي، خپل کرنیز محصولات ډېر لګښت کابل ته راوړي خو کابل کې هم ورته مناسب بازار نشته؛ نو له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. ۶۰ کلن جان اغا چې له کندزه یې کابل ته خټکي راوړي وايي، په کښت یې تر ۵۰ زرو افغانیو زیات لګښت راغلی؛ خو په خبره یې اوس یې لګښت هم نه پوره کوي. بل لورته د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، هڅه کوي چې د کروندګرو لپاره اړینې اسانتیاوې او د دوی محصولاتو ته مناسب بازار ومومي. ډېر شمېر کروندګر وایي، روان کال یې محصولاتو ته د مناسب بازار او سړو خونو د نشتون او دغه راز د ګاونډیو هېوادونو له لوري د صادراتو په برخه کې خنډونه د دې سبب شوي چې ډېر محصولات یې لمنځه لاړ شي.