د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس عبدالصمد صادق ویلي، چې د سرخ پارسا ولسوالۍ په دم جوی درې کلي کې د دانیدا او داکار موسسو په مالي ملاتړ د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت په لمریزې برېښنا سمباله د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. په یاده شبکه کې د ۴۰ متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د یوې زېرمې جوړول، د ۱۱ زره مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۲۵ لمریزو تختو نصبول او د ۳۲۱ نل لیکو نښلول شامل دي، چې پرمټ یې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.