د زابل په مرکز کلات ښار کې په ۳۳۳ زره امریکايي ډالرو د یوه ټولنیز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې. د دغه مرکز د جوړېدو لګښت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ورکوي او چارې به یې، د لسو میاشتو په ترڅ کې بشپړې شي. د زابل ولایتي مسوولین وايي چې دغه ټولینز مرکز کې بېلابېلو ورزشي لوبغالو، تفریحي پارکونو، تالارونو او ځینې نور ټولینز تاسیسات په پام کې نیول شوي دي. بلخوا د مرکز کلات ښار یوشمېر اوسېدونکي د ورته پروژو پلېکول، ګټور بولي او په وینا یې، مرستندویه بنسټونه باید دې برخې ته پام وکړي.