د سرپل ولایت په مرکز کې د ۱۵ زره ډالرو په لګښت د دوو ښوونځیو ودانۍ بیا ورغول شوې. د سرپل د پوهنې رییس محمد رحماني ویلي چې د دغه ولایت په مرکز آدرینګ کلي د نجونو لېسې او د کهنه بازار کلي د منځني ښوونځي ودانۍ د ۱۵ زره ډالرو په لګښت بیا رغول شوې دي. د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت د مرکز په قلعه سوخته کلي کې د پوهنې ریاست په مالي ملاتړ د ۶۵۳ زره افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې د بیارغولو چارې هم روانې دي.