د پروان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه سربند د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د یو میلیون ۳۷۹ زره افغانیو په لګښت د یوه سربند د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یادونې وړ ده، چې دغه بند به د یادې سیمې۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي او دغه راز ۱۰۰۰ کورنیو ته یې د څښاک اوبه هم برابرې کړې دي.