د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د تېزو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. یادې ادارې په یوه خبرداري کې ویلي چې تر نن یکشنبې به په بدخشان، تخار، نورستان، پنجشېر، بغلان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بامیان، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، غور، دایکندي، ارزګان، هلمند، فراه او هرات کې به د سالګونو په ګډون په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي. په خبرداري کې ویل شوي چې د سالنګونو په ګډون به په غربي او مرکزي ولایتونو کې نسبتاً تېز بادونه، دوړې او خاورې وي چې په بېلابېلو سیمو کې به د بادونو سرعت له ۵۰ تر ۷۰ کیلومترو پورې وي.