د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو کیفیت خراب دی او ځینې مهال مخابراتي اړیکې نه نیول کېږي. د دوی په خبره د مخابراتي شبکو د خدمتونو لګښتونه زیات خو کیفیت یې خراب دی. دوی له سرپرست حکومته غواړي، چې د چټک انټرنېټ لرلو په موخه دې د نوري فایبر شبکې غځولو چارې ژر بشپړې کړي. په ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت ویاند بیا دغه ولایت کې د نوري فایبر شبکې غځولو چارو کې د ۷۰ سلنه پرمختګ څخه خبر ورکوي او وايي، پاتې کار به یې ډېر ژر بشپړ شي.