افغان سوداګرو یو ځل بیا د څه باندې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان د صادراتي توکو پر وړاندې د تورخم بندر تړل کېدو او د پاکستان له لوري د اضافي مالیاتو د لګېدو له امله شکایت کوي. دوی وايي، دمګړۍ پر تازه مېوو او سبزیجاتو بار څه باندې زر موټر له پاکستان سره په ګډو بندرونو کې بند پاتې دي. ځینې نور سوداګر وایي، روان کال کې د دغو ستونزو له کبله پاکستان ته د دوی صادر شویو توکو د لېږد لګښتونه هم نه دي پوره کړي. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د افغان سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې یې د سرپرست حکومت له بهرنیو چارو وزارت او خېبر پښتونخوا کې له اړوندو مسوولینو سره شریکې کړې دي. تر دې مخکې د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي و چې، په تېرو ۶ میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پر تله د افغانستان او پاکستان تر منځ په سوداګرۍ کې تر ۶۰ سلنې کمښت راغلی دی.