د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي افغانستان کې د لمپي سکین (حیواني ناروغیو) یو میلیون ډوزه واکسین پلی کوي. د دغه سازمان مسوولین وایي، د واکسین دغه کمپاین د هېواد په بېلابېلو برخو کې پیل شوی او هڅه کوي چې څارویو لرونکو ته لا زیات واکسینونه برابر کړي. کندوز کې یو شمېر څاروي لرونکي دغه ولایت کې د لمپي سکین واکسین کمپاین پلي کېدو چټکتیا غوښتنه کوي. د لمپي سکین ناروغۍ په بېلابېلو ولایتونو کې څاروي لرونکي اندېښمن کړي. څاروي لرونکي وایي، که مسوول بنسټونه په دې برخه کې لاس په کار نشې د څارویو د لمنځه تللو او پر دغه ناروغۍ د انسانانو د اخته کېدو احتمال زیاتیږي.