په نیپال کې د وروستیو سېلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۱ ته لوړ شوی دی. اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي چې، د پلازمېنې کتمندو په شاوخوا کې لا هم د ژغورنې هڅې روانې دي او د راپورونو لهمخې لسګونه کسان لا هم تري تم دي. نیپال چې تر ډېره غرنی هېواد دی، د تېرې شنبې په ورځ د سختو سېلابونو او ورسره هممهاله د ځمکې ښوېدنو د پېښو شاهد و. په نیپال کې پولیسو هم د ژغورونکو ډلو مرستې ته دانګلي او چارواکو اعلان کړی چې سېلابځپلو سیمو کې یې د راتلونکو درې ورځو په مخه ښونځي تړلي دي.