د اسیا شورا د لوبو د پراختیا او کورش نړیوال فدراسیون رییس حیدر فرمان د بهرنيو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، د افغانستان ورزش ډېر پرمختګ کړی او په دې وروستيو کې د افغان ورزشکارانو ښې لاسته راوړنې د دې ښکارندويي کوي، چې سرپرست حکومت د ورزش کلک ملاتړ کوي. په دې لیدنه کې فرمان زیاته کړې؛ اوسمهال افغانستان کولی شي د اسيايي لوبو کوربتوب وکړي او له دې لارې د افغانستان د ورزش رښتينی انځور او اوسنی حالت له نړيوالو ورزشي ادارو سره شريک کړي. دغه راز دې لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د المپیک له نړيوالې کمېټې او نورو ورزشي ادارو غوښتي، چې د افغانستان ریښتینی انځور له نړیوالو سره شریکې کړي.