د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو سره د امریکا له لوري د افغانستان د شمتنیو له کنګل کولو سره سره، په افغانستان کې بحراني وضعیت عادي حالت ته راګرځول شوی دی. هغه د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې یوې ولسي غونډې ته زیاته کړې چې، سرپرست حکومت هڅې کوي چې، د افغانستان اقتصاد وغوړېږي او د مرکزي آسیا د وصل پر مرکز بدل شي. د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په لړ کې خلکو ته خدمت کول د سرپرست حکومت د ټولو کارکوونکو یوه اساسي وجیبه بولي او زیاتوي چې پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنېدو لپاره افغانانو ډېرې قربانۍ زغملي دي. د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت د مالوماتو لمخې، په دې غونډه کې د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکو د څښاک د اوبو د برابرېدو، د مدرسو د پراختیا او د سړکونو او روغتیايي کلینیکونو د جوړېدو غوښتنه کړې ده.