د کورنیو چارو وزارت ویاند، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ په مستقیمه لارښوونه یوه کمېټه جوړه شوه، څو د هغه حکم تطبیق په جدي توګه وڅاري چې له مخې یې د هر ډول کېندل شویو څاه ګانو خاوندان باید د ګواښونو او پېښو د مخنیوي لپاره د څاه ګانو سرونه په محفوظه توګه بند کړي. نوموړي ویلي، چې دغه کمېټه به ټولو ولایتونو ته د دغې موضوع د عملي څارنې لپاره سفر کوي او له سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند کېږي.