د لغمان ولایت په مرکز ګلارام سیمه کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کوچني بند د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد ولایت د سیندیزې حوزې رییس شیرجان راشیدي ویلي، چې د یاد ولایت په مرکز ګلارام سیمه کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۴ میلیون ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې د یادې پروژې د جوړولو چارې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي. ورته مهال د یاد ولایت یو شمېر اوسېدونکو د یادې پروژې په پلي کېدو خوښي ښودلې او په راتلونکې کې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.