د امریکا د امنیت شورا سلاکار، جک سلېوان پر اسراييل د ایران له توغندیز برید وروسته په سپینې ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته و ویل، د امریکا پوځ د اسراييل په دفاع کې ولاړ دی. جک سلېوان زیاته کړه چې امریکا به د دغو بریدونو په ځواب کې له اسراییل ملاتړ وکړي. هغه ویلي، ولسمشر جو بایډن وضعیت څاري او تر اوسه د دغو توغندیزو بریدونو له امله د اوښتو زیانونو او تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.