د ایران په واټونو کې خلکو پر اسراييل د برید جشن نمانځلی دی. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د تهران په ګډون په یو شمېر ښارونو کې خلک د ایران د حکومت په ملاتړ راوتلي او جشنونه یې کړې دي. واټونو ته راوتلو کسانو د حکومت د ملاتړ ترڅنګ “مرګ پر اسراييل” او “مرګ پر امریکا” شعارونه هم ورکول. د اسراییلي او ایراني رسنیو د را پورونو له مخې؛ ایران تېره شپه شاوخوا ۲۰۰ توغندي پر اسراییلو توغولي، چې شاوخوا ٨٠ سلنه یې د اسراییلي هوایي دفاع له خنډونو څخه تېر شوي. اسراییلي لومړی وزیر بینیامین نتانیاهو دغه برید لویه تېروتنه بللی او ایران ته یې د سختو پایلو خبرداری ورکړی دی. ویل کېږي دغو بریدونو زیانونه هم اړولي دي.