د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي، هېواد یې نور د ناقانونه افغان کډوالو د منلو توان نه لري او وايي د هغوی شړل یې کاري لومړیتوب دی. مومني چې په يوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وويل، د کډوالو ستنولو پرېکړې پلي کولو لپاره یې اړین تدابیر هم نیولي دي. د ايران د کورنيو چارو وزير دا څرګندونې داسې مهال کړې چې په دې وروستيو کې په ايران کې له يو شمېر افغان کډوالو سره د پوليسو او ايراني وګړو له خوا د ناوړه چلند خبرونه رسنيز شوي دي. د راپورونه له مخې ايران د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهير هم ګړندی کړی دی.