اسراییلي رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران له پراخو بریدونو وروسته سهار مهال یمن او لبنان هېوادونو پر اسراییلو توغندیز بریدونه ترسره کړي دي. د اسراییلو ۱۲ چینل او اسراییلو پوځ ویلي، چې د لبنان څخه ۵۰ توغندي د اسراییلو په لور توغول شوي دي. اسراییلو ویلي، چې د دې برید په لړ کې تر ۱۰ پورې ګڼ مېشتې ودانۍ ویجاړې شوي خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه نه دي ویلي. بلخوا يمن کې د حوثیانو ډلې ویاند یحیی سریع په تازه پیغام کې ویلي چې د اسراییلو په لور یې توغندي ویشتلي دي. د یادونې وړ ده، چې اسراییلي ځواکونه له تېرې شپې راهیسې د ایران، یمن او لبنان هېوادونو له لوري له پراخو توغندیزو بریدونو سره مخ شوي دي؛ چې ګڼ پوځي مرکزونه، ګڼ مېشتې سیمې او اډې یې ویجاړې شوې دي.