المیادین عربي تلوېزیون خبر ورکړی، چې پر اسراییلو د ایران پراخ توغندیز برید پایله کې د اسراییلو درې پوځي اډې په بشپړ ډول ویجاړې او له کاره لوېدلي دي. یادې رسنۍ ویلي، چې رامون، نواتیم او حتسارین هغه درې پوځي اډې دي، چې اسراییلو د جنګي الوتکو لپاره کارولې او نظامي وسایل او وسایط یې په کې ځای پر ځای کړي وو. د سرچینې په خبره، چې یادې درې پوځي اډې په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي. له بل لوري د ایران د پوځ مشر محمد باقري اسراییلو ته ګواښ کړی که یې د ایران د حاکمیت او ارضي تمامیت پر ضد ګام پورته کړ، نو دوی به د اسراییلو ټول بنسټونه په نښه کړي. د ایران لوی درستیز دا هم ویلي، که صهیونیست رژیم چې تر لېونتوب رسېدلی د امریکا او اروپا له لوري مهار نه شي نو د تېرې شپې د څو برابره لوی برید سره به مخ شي. ایراني پوځ مشر په عین حال کې ویلي، سپاه پاسداران او د ایران وسله وال ځواک هر ډول حالاتو سره د مقابلې لپاره چمتو دی. محمد باقري همداراز پر امریکا غږ کړی، چې له خپل تېر چلند څخه لاس واخلي او دا جنایتکار رژیم مهار کړي څو سېمه کې ثبات رامنځ ته شي.