افغان حکومت په رسمي توګه منلې چې طالبانو شپږ کومانډویان خوشي کړي دي. د ملي امنیت شورا د رسنیو دفتر ویلي، افغان حکومت د طالبانو ټول څلور سوه جنجالي بندیان خوشي کړي دي، خو یوازې اووه کسه به دوحې ته لېږدول کېږي او هلته به نظربند وي. بلخوا قطر ته د افغان حکومت د مرکچي پلاوي سفر ځنډېدلی دی.خو د سولې مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ډېر ژر به پلاوی دوحې ته لاړ شي او بین الافغاني خبرې به پيل کړي. د سپوږمۍ څار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د سیاسي چارو کارپوه ذاکر جلالي او د پوهنتون استاد محمود مرهون. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.