د سرپرست حکومت د اقتصادي معاونیت د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه کې په کابل، سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې ارزول شوي، چې په پایله کې يې په کابل کې د مارکېټ جوړېدو طرحه تایید او په جوزجان او سرپل کې د دغو مارکېټونو د جوړولو د طرحو د ارزولو لپاه کمېټې جوړې شوې دي. له کمېټو څخه غوښتنه شوې، چې په ټاکلي وخت خپل راپورونه بین الوزارتي کمېټې ته وسپاري.