د سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي ناسته کې، په کابل کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تائید وړ بلل شوې ده. د مالوماتو له مخې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي ناستې ته په کابل، سرپل او جوزجان کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې چې د یادې کمېټې تر هر اړخیز بحث وروسته؛ په کابل ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تائید وړ وبلل شوه او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوې ده. دغه راز په سرپل او جوزجان کې هم د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحو د هراړخیزې ارزونې لپاره جلاجلا کمېټې ټاکل شوې، چې خپل راپورونه په ټاکل شویو نېټو د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.