د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د درېیمې ناحیې اړوند له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي( میرویس میدان) پورې د ۳۲۲۶ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره د سړک د جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ له دهبوري څلورلارې څخه د لېږد چارې روانې دي ترڅو دا برخه هم قیر کولو ته برابره شي. دغه پروژه چې د یوه معیاري سړک ټولې برخې پکې شاملې دي، د روان کال په بهیر کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.