د خوست ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په قلندر ولسوالۍ کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کوچني بند د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه بند ۲۵ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري او د ۱۲۹۴ متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري او دغه راز به زرګونه جریبه ځمکه خړوبه او د سېلابونو له خطر څخه وساتي. د مسوولینو په خبره دمګړۍ د دغه بند په جوړېدو سره د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او چارې به یې د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شي.