د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، روان کال د صادراتو په پرتله د تازه مېوو کورنی مصرف ډېری شوی دی د دوی په وینا، د تېرو کلونو په پرتله سږکال افغانستان کې باغلرونکو ښه حاصلات ترلاسه کړي، خو د پاکستان له لارې د صادراتو پر وړاندې خنډ لامل شوی چې د تازه مېوو د صادراتو کچه د پام وړ کمه شي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مومند ویلي، هڅه کوي چې د ایران او ترکمنستان له لارې د افغانستان کرنیز محصولات نورو هېوادونو ته صادر کړي. مومند زیاته کړې، چې افغانستان روان کال ځینو هېوادونو ته د میلیونونو ډالرو په ارزښت شفتالو، الو، ګیلاس او خربوزه صادره کړې ده. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې ګډې خونې اجرايي رییس نقیبالله صافي هم وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت ظرفیت لوړ دی، خو د همغږۍ نهشتون د دواړو هېوادونو سوداګرۍ او ترانزیت ته زیان رسولی.