د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو فارمټ غونډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ګډون ته په اشارې ویلي، د افغانستان د استازو له ګډون پرته د دغه هېواد د مسایلو په اړه خبرې نشي کیدای. سرګي لاوروف د مسکو فارمټ شپږمې غونډې ته د پرانیستې پر مهال خبرو کې ویلي، افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره اساسي تعامل د سیمې د امنیت او اقتصادي پراختیا لپاره اړین دی. سرګي لاوروف خپلو خبرو کې پر لویدیځ غږ وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او د دغه هېواد پر بانکي سکټور لګېدلي بندیزونه لرې کړي. د روسیې بهرنیو چارو وزیر دغه راز د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په حواله ویلي، تېر کال افغانستان کې د نشه یي توکو کښت ۹۵ سلنې کم شوی و.