په منځني ختیځ کې د شخړو له کبله هوايي شرکتونه اوس د ایران له هوايي حریمه کمه استفاده کوي چې له کبله یې د پروازونو وخت اوږد شوی او مصارف یې هم لوړ شوي دي چې له کبله یې د افغانستان د هوايي حریم له لارې پروازونه ډیر شوي. په دې وروستیو کې د اسراییل او ایران ترمنځ تر شخړو وروسته، اوس هوايي شرکتونه د ایران له هوايي حریمه کمه استفاده کوي. د فلایټ راډار ۲۴ په حواله چې د الوتکو د پروازونو په هکله معلومات راټول او خپروي، د هوايي شرکتونو له لوري د ایران له هوايي حریمه د کمې استفادې له کبله د پرواوزنو وخت اوږد شوی او د الوتکو د تیلو مصارف هم لوړ شوي دي. هوايي شرکتونه پر ایران د اسراییلو د ځوابي برید له ويري د دغه هیواد له هوايي حریمه کمه استفاده کوي. په ورته وخت کې د هوايي چلند یو شمیر شرکتونو ویلي دي چې پر اسرائیل باندې د تیرې سې شنبې ورځې تر توغندیزو بریدونو وروسته چې په لومړیو ساعتونو کې ګڼ شمیر پروازونه لغو او ځنډیدلې ول، بیرته یې په عادي ډول پروازونه پیل کړي دي.