ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د ټرانسپورټ او پراختیایي چارو وزارت په کوربتوب د لاجورد کوریډور د اغېزناکې کارونې په موخه غونډه جوړه شوه. راپور کې راغلي چې دغه غونډه کې د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان او جورجیا هېوادونو استازو ګډون کړی و. د ترکیې د ټرانسپورټ او پراختیایي چارو وزیر دغې غونډې ته په خبرو کې د افغانستان، ترکیې، اذربایجان، ترکمنستان او جورجیا ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانسپورټ په برخه کې د لاجورد کوریډور د کارونې پر پراختیا ټینګار کړی دی.